په جرمني کې یو افغان کډوال د خپلې جرمنۍ ملګرې د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو. د جرمني خبري اژانس وايي، ددغه افغان په اړه د جرمني د فلنسبورګ ښار د محکمې لخوا د سه شنبې په ورځ د عمري بند حکم صادر شو. د یاد کس عمر او نوم نه دی اعلان شوی، خو په راپورونو کې ویل شوي چې دا یو افغان زلمی دی او خپله ۱۷ کلنه جرمنۍ ملګرې یې وژلې وه. پېښه تېر کال د مارچ په ۱۲مه نېټه شوې وه.