په هلمند ولایت کې په وروستیو کلونو کې د کبانو د فارمونو جوړول زیات شوي. په دغه ولایت کې د کبانو فارمونو ټولنې مشر حاجي قدرتالله وفادار وايي، په ډېر شمېر سره کسانو د کبانو روزنې ته مخه کړې او زرګونه فارمونه یې جوړ شوي، خو زیاتوي لویه ستونزه د کبانو د بچیو ده چې له نورو هېوادونو راوړل کېږي. د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی سره له ۳۰۰۰ څخه زیات د ماهیانو فارمونه ثبت دي. د دغه ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شاه محمدخان وايي، دغه فارمونه د مرکز لښکرګاه په ګډون په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې جوړ شوي دي. نوموړی زیاتوي، د کبانو بچیو لپاره د روزنې د یوه معیاري فارم جوړېدو په موخه د زون په کچه هڅې روانې دي چې ډېر ژر به هلمند کې پر پنځه جریبه ځمکه ورته یو فارم جوړ شي.