د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عبدالقاهر د مالیاتو د معافیت په خبري ناسته کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د هوټلونو د انتفاعي مالیې برخه کې د پام وړ کمښت راغلی. د نوموړي په وینا؛ د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د في لېتر مالیه له ۰.۶ څخه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې او د سیار هوټلونه او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.