د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبرورکړی دی. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي، چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۴ زره ۹۷۷ قیراطه زمرد د ۱۲۴ زره ۶ سوه ډالرو په ارزښت د داوطلبي له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ریاست ادارې د پنجشیرله کانونو څخه استخراج شوي زمرد یې د با صلاحیته کمېټې د پلاوې په شتون کې په کورني سوداګر پلورلي دي.