د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په پروان ولایت کې د اوبو لګولو د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې دي. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د مالیې وزارت له بودیجې څخه د دغه ولایت د سید خیل ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال د جوړولو چارې پيل شوې. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د یاد کانال د کار په پیلېدو سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یادولو وړ ده، چې دمګړۍ د سېلابونو د مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د چکډیمونو او کانالونو جوړولو چارې روانې دي.