د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د کورنیو تولیداتو او ښځینه لاسي توکو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې نندارتون د جوړېدو موخه کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه ده. په تخار کې د نندارتون جوړونکو ویلي چې د دغه نندارتون نوم «افغان کورني تولیدات» دی چې پرون سهشنبه د کار نړیوال سازمان (ILO) په مالي مرسته پرانېستل شوی دی. د مسوولینو په خبرهکورني تولیدات او لاسي توکي په ۴۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي. د دوی په خبره، د دغو غرفو ۲۰ یې ښځينه سوداګرو ته ځانګړې شوي چې موخه یې کورنیو تولیداتو او لاسي توکو ته وده ورکول دي.