د افغانستان بانک ویلي، چې په سوداګریزو بانکونو کې محدودیت نور هم کم شوی دی. د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوس د افغانیو انفرادي حساب لرونکي په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او ډالري حساب لرونکي تر دوه زره ډالرو پورې ایستلی شي چې دغه رقم مخکې ۷۰ زره افغانۍ او ۱۰۰۰ ډالر وو. خبر پاڼه دغه راز زیاتوي چې د افغانیو انفرادي حساب لرونکي ته د پیسو ایستلو کچه په میاشت کې له ۲۵۰ زره افغانیو ۵۰۰ زره افغانیو ته لوړه شوه. افغانستان بانک ویلي، چې د شرکتي حساب لرونکو لپاره د پیسو ایستلو رقم په میاشت کې له پنځه سلنې لس سلنې ته لوړه شوه، په دغه شرط چې یاد مبلغ په میاشتني ډول له دوه سوه زره امریکایي ډالرو یا معادل یې پر افغانیو لوړ نه شي، له دې مخکې دغه محدودیت سل زره امریکایي ډالر وو.