د مزارشريف – حیرتان ترمنځ د نایب آباد اوسپنې پټلۍ لیکه د سرپرست حکومت او د ازبکستاني لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه. د پرانیست غونډې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي، چې د نایب آباد سټېشن او د حیرتان بندر له لارې له دې وروسته کولای شي چې د منځنۍ اسیا او ځینو اروپایي هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري. د مالوماتو له مخې نایب آباد یوازې حیرتان سره نه وصلوي، بلکې ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیه، چین او له همدغه مسیر څخه پاکستان، سریلانکا، نیپال، ایران، ترکیه، هند او اروپایي هېوادونه سره نښلوي. په ورته مهال د ازبکستان هېواد چارواکي ډاډ ورکوي چې افغانستان سره به ټولې کړې ژمنې پوره کوي او د اوسپنې پټلۍ له لارې به اسیايي او اروپايي هېوادونه د افغانستان له لارې له یو او بل سره وصلوي.