د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۶ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. دا پېښه د کرک په تبي سیمه کې شوې ده. ځايي پوليسو ويلي له ټکر کېدو سره سم په پلانکوچ موټر کې اور لګېدلی دی او پکې سپاره کسان ټول سوځېدلي دي. د کرک روغتون چارواکو ويلي ورغتون ته د ۱۶ کسانو مړي وروړل شوي چې شپږ هغه یې ښځي دي. چارواکو ویلي د مسافرو یاد پلانکوچ موټر له ډېره اسماعيل خان نه پېښور ته په لاره وو چې له یو ټیلر موتر سره یې ټکر کړی دی. د پېښې لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.