د پکتیکا ولایت مقام ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په مالي مرسته ګيان ولسوالي کې زلزلهځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې. د ولايت مقام د دفتر رییس محمد ابراهیم اغا ویلي، چې په يادو کورونو ټول پنځه ميليونه او ۸۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راځي. نوموړي ویلي، چې هر کور دوه کوټې، اشپزخانه او یو تشناب لري چې جوړېدو لپاره يې، هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ امريکايي ډالر په نغدي ډول ورکړل شوې، څو خپل کورونه پرې جوړ کړي. ګيان ولسوالي اوخوا دوه کاله وړاندې يوې زوروې زلزلې ولړزوله چې سلګونه کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ترڅنګ يې، په سلګونه د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شوې دي. د يادو کورونو پر جوړېدو سره به تر ډېره بريده، د ګيان د اوسېدونکو د سرپناه ستونزه حل شي.