د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو او ذخیره کولو په موخه د یوې کمېټې له جوړولو خبر ورکوي. د دغه وزارت د ویاند په وینا دغه کمېټه د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې جوړه شوې او یاده کمېټه به له کروندګرو اضافي غنم وپيري او د اړتیا پر وخت او یا هم د غنمو او اوړو د بیو له لوړېدو د مخنیوي لپاره د هېواد بازارونو ته وړاندې شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د کروندګرو د اضافي غنمو په ذخیره کولو او د اړتیا پرمهال بازارونو ته په وړاندې کولو سره به یې د بیو له لوړېدو مخنیوی وشي.