یو شمېر ایراني پانګوالو د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. ایراني پانګوالو دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسپنې، کانونو استخراج او پروسس، لمریزې برېښنا تولید، د سړک او رېل لارې شبکو غځولو او د معیاري صنعتي فابریکو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده. دغو ایراني پانګوالو ویلي، چې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد دی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانګونه وکړي. اقتصادي مرستیال دغو پانګوالو ته په یادو برخو کې د سرپرست حکومت له لوري د هر ډول همکارۍ او له نږدې کار کولو ډاډ ورکړی دی.