د یو شمېر ترکي شرکتونو استازو د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د اوبو او انرژۍ پر پروژو پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده. په دغې کتنه کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبو و انرژۍ پر پروژو د هغوی د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره د کافي سرچینو درلودنکی دی او اوسمهال له هره پلوه په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.