نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې ته کتنه کړې ده. ورځپاڼه لیکي په دغه غونډه کې تر ډېره تمرکز پر دې و، چې څنګه د بین الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړل شي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. سرچینه کاږي د غونډې ټولو ګډونوالو پر دې ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي او وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي. ورځپاڼې د ګڼو ګډونوالو له خولې لیکلي چې په هېواد کې روانه جګړه د افغانانو په زیان ده او یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي. نیویارک ټایمز لیکي د ټولو هیله دا وه، چې بهرني ځواکونه په چټکۍ له افغانستان ووځي. بل پلو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بیا نیویارک ټایمز ته ویلي چې ددوی ماموریت کې کوم تغیر نه دی راغلی او نه هم د سرتېرو د وتلو په اړه څه ورته ویل شوي. هغه زیاته کړې چې په نورماله توګه د ترهګرۍ پر ضد ددوی جګړه روانه ده او د افغان پوځ روزنې ته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ادامه ورکوي.




































