د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اګسټ میاشتې له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې په افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د خبر پاڼې له مخې ددې پېښو له ډلې دوې یې د کندهار ولایت په میوند او غورک ولسوالیو او یوه هم د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې ده. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې د روان ۲۰۲۴زېږدیز کال له پيل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۶ ته رسېدلی چې ۲۲ یې په افغانستان او پاتې ۲۴ یې پاکستان کې ثبت شوې دي. دغه سازمان زیاتوي چې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر بیا په تېر ۲۰۲۳م کال کې ۱۲ و چې ۶ یې په افغانستان او ۶ نورې یې په پاکستان کې ثبت شوې وې.