روسیه نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي غونډې کوربنه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، پهدې غونډه کې به په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو، له نشهيي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو خبرې وشي. د سرپرست د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره د سېشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته لاړ. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرپرست وزیر به د غونډې په څنډه کې نن د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري او پر دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.