د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لري چې په ژمي به وضعیت بېرته خراب شي. د خوراکي امنيت د پړاوونو د طبقهبندۍ نظام (ای ایف سي)څرګندوي چې نژدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ ميليونه خلک، د خوراکي موادو د کموالي له بحراني حالت او د خوراکي ناامنۍ له بېړني حالت سره مخامخ دي، که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ ميليونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکي موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام دغه لږ ښهوالی د پراخو بشري مرستو پایله بللې، چې د خوراکي کمښتونو د جدي حالت مخه یې نیولې ده.