بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران د عدلیې وزارت د مرستیال، عسکر جلالیان په مشرۍ ایراني پلاوي، د دغه وزارت له سرپرست، سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د ګڼو اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغان بندیانو د رالېږدولو په تړاو خبرې شوې دي. اخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي، چې ایراني پلاوي د دغه وزارت له چارواکو سره کتلي او د افغان کډوالو د ستونزو د حل او له هغوی سره په ایران کې د ښه چلند په اړه خبرې شوې دي.