د بدخشان د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې یو موټر د کوکچې سيند ته لویدلی دى. په هغو کسانو کې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سړی، څلور ښځې او درې ماشومان شامل دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار وویل، چې د چلوونکي جسد له سيند څخه را اېستل شوى او د نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي. ځایي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.