د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسوولیت ګڼي. نوموړي د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي-تخنیکي سیمینار په وروستۍ غونډه کې وویل، اقلیمي بدلون، د هوا د ککړتیا د کچې لوړېدل او د بشر ورځ تر بلې زیاتیدونکې اړتیاوې په نړۍ کې د اوبو د کمښت لامل شوي او دې چارې د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. هغه په وروستیو درېیو کلونو کې د هېواد د اوبو مدیریت ته په اشارې سره ټینګار کوي چې سرپرست حکومت له ټولو امکاناتو څخه په ګټنې د هېواد د اوبو د ښه مدیریت لپاره په کلک هوډ سره هڅه کوي. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په دغه پروګرام کې ویلي، چې یاد وزارت د هېواد د انرژۍ او اوبو د مدیریت په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دمګړۍ په دې برخو کې پر یو شمېر لویو پروژو کار روان دی.