د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال له پېل راهیسې له روسیې سر د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند وايي، له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوي، چې مهم توکي یې ممیز، معدني ډبرې، وچ انځر او پیاز دي. روسیه له هغو هېوادونو ده چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کېږي، خو د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوي، چې اړتیا ده دا تړونونه عملي شي.