د پروان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې پروژو په پلې کېدو او د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروګرام له لارې د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ په قلعه باقي کلي کې ۸۰ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده. د مالوماتو له مخې په دغه پروګرام کې د ناروې کمټې په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو جوړول شامل دي. د یادونې وړ ده، د یادو پروژو د پلې کېدو موخه د ځمکې لاندې د اوبو پیاوړتیا، د ځنګلونو وده او پراختیا او د سېلابونو مخنیوی ښودل شوې ده.