د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له یوې میاشتې وروسته به بې اسنادو افغان کډوالو ته په اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه ورنکړ شي. هغه زیاته کړې چې، په اسلام آباد کې اوسېدونکي افغان کډوال باید په همدې موده کې د اوسېدو لپاره د ان، او، سي سند جوړ کړي؛ ګنې پرته له هغې به په اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه ونه لري. ورته مهال یو شمېر افغانان چې په پاکستان کې ژوند کوي د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، که څه هم د پاکستان د حکومت پر ضد په لاریونونو کې یې ګډون نه دی کړی، خو دغه هېواد یو ځل بیا د دوی لپاره ژوند ستونزمن کړی دی. ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان څخه تر ۱۱۵ زره ډېرو را ایستل شویو افغانانو سره یې مرسته کړې چې ۷۴ زره او ۳۰۰ یې د POR کارت لرونکي وو.