د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د استانبول د حلال نندارتون په څنډه کې له یو شمېر افغان پانګوالو او سوداګرو سره کتلي دي. په دغه کتنه کې عزیزي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او له افغان پانګوالو یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. عزیزي دغه راز په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د استانبول حلال نندارتون په نړیوالو بازارونو کې د هېواد محصولاتو ته د بازار موندنې زمینه برابره کړې ده. نوموړي ویلي چې یو شمېر ترکي پانګوالو په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت له معین سره هم لیدلي او د سوداګرۍ د ودې او په دې برخه کې د شته ننګونو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.