د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې روانه زیږیزه میاشت کې به د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ ارزونې اړوند غونډه وکړي. امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا، ملګرو ملتونو کې د اېکواډور استازی، اوچا او د ملګرو ملتونو اړوند د نورو بنسټونو استازي خبرې وکړي. تر اوسه د دغې غونډه کره نېټه نه ده ښودل شوې.