د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست خلیلالرحمن حقانی، په کابل کې د یوه برید په پایله کې شهید شوی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د حقاني د شهید کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویلي یې دي، چې دا پېښه د دین د دفاع لپاره د نوموړي د اوږدې مبارزې یوه پایله وه. مجاهد زیاته کړې ده خلیل الرحمان حقاني د یوې جهادي کورنۍ غړی و، چې په سر یې د اسلام د دښمنانو لخوا پنځه میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خلیل الرحمان حقاني پر شهید کېدو خواشیني څرګنده کړې ده او دغه پېښه یې په کلکه غندلې ده.