ایراني رسنیو د راپور له مخې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له کرمان څخه شاوخوا یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسنادو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. په دغه راپور کې راغلي، چې د کرمان لویې څارنوالۍ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دغه یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسنادو کډوال تر پېژندلو وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
په دغه راپور کې د کرمان د لوی څارنوال مهدي بخشي له قوله راغلي، چې دغه کسان د «ټولنیز امنیت د ښه والي» طرحې په چوکاټ کې د امنیتي موخو له امله خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړې، چې بهرني وګړي باید دغه هېواد ته د تګ راتګ او اوسېدو لپاره قانوني اسناد ولري او له اسنادو پرته به ورسره قانوني چلند وشي او له دغه هېواده به په زور و اېستل شي.





























