لومړۍ برخه:
هر څوک غواړي په خپل هېواد کې په ارامه، سوله ییزه او د امنیت په فضا کې خپل ژوند وکړي او اوسمهال داسې پرمختللي شیان جوړ شوي او کشف شوي چی په وسیله یې شخص کولی شي د خپل ورځني ژوند چارې په کم تکلیف او لږې انرژۍ سره پرمخ بوځي. خو داسې هم نه ده چی د سوکالۍ فضا به تل له ټولنې خپل غبرګ لاسونه را چاپېر کړي وي، بلکې امکان شته چی په مقابل یې کې بعضې کورني او بهرني ګواښونه خپل سر را پورته کړي، ویې ګواښي او د دې اجازه ورنه کړي چې پر ټولنه د تل لپاره حاکم شي.
یو هېواد د خپل وخت له نورو پرمختللو هېوادونو څخه د شاته پاتې کېدو ډېر لاملونه لري او هر لامل کولی شي چې خپل رول په بېلابېلو برخو کې ولوبوي. هغه هېوادونه چې د ځینو ګواښونو ښکار ګرځېدلي دي، پر ځای پرېږدم؛ غواړم دلته پر خپل هېواد (افغانستان) بحث وکړم چی ولې شاته پاتې شوی دی؟ له کلونو راهيسې له جګړو سره لاس او ګرېوان دی او ولس یې ولې ورځ تر بلې ځپل کېږي؟ له اساسي حقوقو څخه محرومېږي او ځوان نسل یې له ننګونو سره مخ کېږي؟
دغه څه ډېر لاملونه لري چی دلته به پرې د خپلې محدودې څېړنې او مطالعې په استناد، لیکل وکړم چی په هره لیکنه کې به د یوه یا دوو لاملونو په اړه څه وضاحت ورکوم، څو له دغو لاملونو څخه خبرو خلکو ته یوه یادونه وشي او که په دغو لاملونو کې کوم لامل په سمه توګه نه وي څېړل شوی او یا بل داسې لامل چی د جګړو د تسلسل سبب شوی وي یا زه یې په لیکلو نه وم توانېدلی یا دلته د لامل په توګه په ګوته شوي نه وي، ور اضافه او په کره توګه تر څېرنې لاندې ونیسي او هغه خلک چې له دغو لاملونو نه دي خبر، د دغو لاملونو له تکراره چی یو ځل بیا هېواد او ولس د جګړې لوري ته سوق نه کړي، جدي پام وکړي.
لومړی- ناپوهي
ناپوهي د افغانستان د روانې غميزې لومړی لامل دی چی د ټولو لاملونه په سر کې ده؛ ځکه پوهه د یو هېواد بنسټ جوړوي او د پوهې په واسطه یو دولت کولای شي چې له خپلو داخلي سرچینو څخه په ګټې اخیستو، شتمن او پر ځان بسیا شي. یووالی راولي او خلکو ته دا احساس ورکوي چی باید یو له بل سره اوږه پر اوږه د ستونزو، اړو او ناخوالو پر وړاندې ودرېږي، خو خبره دا ده چې د افغانستان تېرو پاچهانو د پوهې او زده کړې لپاره څه کړي او که نه؟!
که د افغانستان په معاصر تاریخ کې پر زده کړو یو ځغلنده نظر واچوو، نو د خپلې پوښتنې ځواب به ومومو. د امیر شېرعلي خان په پېر کې د درې ګونو چاپ خونو په پرانیستو، له زده کړو او له متنوعو علومو سره اشنایي پیل شوه، خو دغه هرڅه د کورنيو او بهرنيو تضادونو، کشمکشونو او له ګاونډيو هېوادونو سره د پولو د ټاکلو په وجه، له خاورو سره خاورې شول. له امیر شېرعلي خان وروسته، د هغه زوی یعقوب خان کورني وضعیت ته د نه پاملرنې، د هغه د اداره کولو د وړتیا د نه درلودو او د انګرېزانو د هڅو له امله هغه دېته اړ شو چی د دوی په خوښه کار وکړي او په دې سره له نوموړي څخه د زده کړې پروګرامونه پاتې شول؛ ځکه د هغه مهال چاپېریال داسې و چې د هېواد واګې د داسې چا لاس ته ورغلې وه، چې تجربه یې نه درلوده او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو نه پوهېده. همغه وو چې په پایله کې یې په هېواد کې د زده کړو لپاره کوم اساسي کار ونه شو او خلک له زده کړو ډېر لرې پاتې شول.
د عبدالرحمن په وخت کې دارالحفاظونه جوړ شول، خو دغو دارالحفاظونو بیا کم حافظان درلودل. کومې مطبعې چی د نوموړي تر وخته جوړې پاتې وې او د ګټې اخیستنې وړ وې، عبدالرحمن خان پرې ځینې رسالې چاپ کړې او په دې سره به یې د حکومت او خلکو ترمنځ پوهاوی کېده. د هغه دې دوه ګوني سیاست له مخې به یې خلک د چاپ شوو رسالو له لارې د انګرېزانو پر وړاندې جهاد ته رابلل. له دې ټولو سره سره، د نوموړي په وخت کې هم داسې کوم ځانګړی ځای نه و چې له خلکو سره یې د هغوی په پوهاوي کې مرسته کړې وی. داسې هم نه وه چی هغه مهال د زده کړو لپاره زمینه نه وه برابره، بلکې دا هر څه وو او مالي توان مو هم درلود، خو د عبدالرحمن خان ټوله پاملرنه د ملي اردو جوړولو او د خپل تخت او پاچاهۍ ساتلو ته وه.
ورپسې د نوموړي د زوی حبیب الله خان په وخت کې رسمي زده کړو ته تر یوه بریده پاملرنه وشوه. د هغه په وخت کې د لومړي ځل لپاره د ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه. هغه ښوونځي په دریو دورو ووېشل او ترڅنګ یې د نظامي زده کړو لپاره حربي ښوونځی پرانیست. د نوموړي په دغه کار سره خلک د زده کړو لپاره وهڅول شول، نسل په بدلېدو شو او د تعلیم یافته خلکو په ذهنونو کې د افغانستان د پراختیا لپاره نوې طرحې راوټوکېدې. د حبیب الله خان په دوره کې د زده کړو پر وړاندې هېڅ خنډ نه و، خو د هغه په وخت کې همدومره ښوونیزو بنسټونو بسنه کوله؛ ځکه هغه وخت مو په خپل هېواد کې دننه پوه وګړي نه درلودل، چې د ښوونکو په توګه زده کوونکو ته درس ورکړي؛ ځکه هغه مهال هرڅه په لومړنیو پړاوونو کې وو. هغه ښوونځي چې د حبیب الله خان په وخت کې پرانیستي وو، په هغو کې اکثره استادان د هند وو او دوی هغه مهال هم له خپلې تربګنۍ نه تېرېدل، د خپل بادار په چوپړ کې وو، زده کوونکو ته به یې په ښه توګه درس نه ورکاوه او په ژمنیو رخصتیو کې به یې هم دوی ته داسې پېچلې کورنۍ دندې ورکولې چې ټول ژمی به یې په هغو تېراوه او د نورو شیانو زده کولو ته به نه وزګارېدل. له دې ټولو سره سره، که د حبیب الله خان د واکمنۍ وروستیو مودو ته متوجه شو، هغه مهال نوموړی پر غیر ضروري کارونو بوخت و او د دې وخت یې نه درلود چې د زده کړې او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
له دې وروسته د امان الله خان په دوره کې د زده کړو لمن وغځېده او په هېواد کې نور ښوونځي هم جوړ شول، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره هم ښوونځي پرانیستل شول. د هېواد ډېر زده کوونکي د لوړو زده کړو د کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شول. د سراج الاخبار ترڅنګ، نورې جريدې هم د عامو خلکو د پوهاوي لپاره په خپرونو پیل وکړ، خو دغه روڼ لمر د سقاوي زوی په راتګ، د تورو تیارو په پټو کې په پټېدو شو او د سقاو زوی په دوره کې د تېر پر خلاف هرڅه له خاورو سره خاورې شول او هغه شته امکانات مو هم له منځه ولاړل.
دغه راز د نادرخان په دوره کې هم د امان الله خان د وخت د زده کړې پیل کړي بهیر ته ځانګړې پاملرنه ونه شوه، بلکې د هغه د واکمنۍ په دوران کې هم دغه بهیر مخ پر ځوړ روان و. همدې حالت ته ورته د هاشم خان دوره، که څه هم ظاهرشاه د خپل پلار له مړینې وروسته پاچا و، خو په اصل کې د چارو د سمبالښت صلاحیت د هاشم خان په لاس کې و، دا دوره هم په بې پروایۍ کې تېره شوه. له هاشم خان وروسته د شاه محمود(څنګه چې مې مخکې وویل ظاهرشاه یوازې په نوم ټولواک ګڼل کېده، په حقیقت د چارو واګې په هغه وخت کې د نوموړي د ترونو په لاس کې وه او ټول کارونه د دوی په اشارو کېدل)، په دوره کې له کورني استبداد څخه د خلکو د پام اړولو لپاره ځینې کارونه پیل شول، چی په ډله کې یې د کابل پوهنتون جوړول د یادونې وړ دي. له دې وروسته د زده کړې په برخه دغه حالت په لږ بدلون او پرمختیا سره د خلقیانو تر دورې پورې دوام وکړ، خو د خلقیانو، پرچمیانو، مجاهدینو او طالبانو په دورو کې د زده کړې په برخه کې داسې کوم ځانګړي کارونه نه دي شوي چې دلته یې یادونه وکړو، بلکې په دغو دورو کې خلک تر ډېره له زده کړو بې برخې وو.
تر دې ټولو وروسته، د طالبانو د رژیم له ړنګېدو راپدېخوا د حامد کرزي د دورې په پیل کې د زده کړو لپاره په ځینو ولایتونو کې لومړني کارونه وشول او د بې سوادۍ کچه چې د جګړې اصلي لامل وه، راټیټه شوه. خو له دې سره سره اوس د پوهې او زده کړې کچه د بل هر وخت په پرتله پر ښه لور روانه ده.