سعودي عربستان ویلي، چې په اوکراین کې د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پوتین سره د ټلیفوني خبرو وروسته په سعودي عربستان کې له هغه سره د کتنې موضوع یاده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره “لومړی ملاقات ښايي په سعودي عربستان کې وکړي.” د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د سعودي عربستان د دې غونډې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوامدارې سولې لپاره خپله ژمنتیا بیا تکراروي. په اعلامیه کې د دې غونډې د جوړېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.