روسیې تل د دوست افغان ملت له بشري اړتیاوو سره ژوره خواخوږي درلوده. موږ تل فعاله بشري مرسته کړې ده. تازه ګام – د غنمو د اوړو د یوې لویې جوپې رسونه ده. دا ګام د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په بسپنه کې د روسیې له خوا د اضافي ونډې د ورکړې په چوکاټ کې ترسره شوی. دلته د ۱۷۰ ټنه کرنیزو تولیداتو خبره ده. دا مرسته د روسیې د بیړنيو حوادثو د وزارت له لارې برابرېږي.





































