پخواني ولسمشر حامد کرزي د انګلستان او ترکیې له سفیرانو سره په جلاجلا لیدنو کې د راتلونکو ټاکنو او سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې نوموړي په دې لیدنو کې، چې په کابل کې یې په خپل دفتر کې د انګلستان له سفیر نیکولاس کې او د ترکیې له سفیر اوزان ارطغرال سره درلوده، د افغانستان پر راتلونکو ټاکنو او سولې پروسې یې هم ورسره بحث کړی دی. د سرچینې په وینا کرزي، په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو له سفیرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.