چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

فيفا: د ټاکنيزو سرغړونو د مخنيوي لپاره د ټاکنو کمېسيون تګلاره نيمګړې ده

سپتمبر 30, 2018
in افغانستان
0 0

 

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو سرغړوونکو پر وړاندې د جدي اقداماتو خبره کوي، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فیفا بیا وايي چې د کمېسيون ژمنې عملي نه دي.

د دغه بنسټ اجرایوي ريیس يوسف رشید ويلي چې د ټاکنیزو سرغړوونکو پر وړاندې د عملي اقداماتو لپاره ځانګړو مېکانېزمونو او تګلارو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه چې کمېسیون باید له وړاندې د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره ځانګړې مېکانیزمونه او تګلارې جوړې کړې وای.

رشید زیاته کړه: «په افرادو باندې موږ نه شو کولای چې دا موضوعات وڅېړو، مګر دا چې د هغه لپاره ځانګړي مېکانېزمونه جوړ شي او له پخوا نه شرطونه کېښودل شي، زه فکر کوم چې په اخر کې به د کاندیدانو لګښتونه له هغه حد نه چې کمېسون ټاکلي ډېر زیات وي او دا ژمنې به د کمېسیون د کمزورو کړنو له امله عملي بڼه خپله نه کړي او يوازې د کاغذ پر مخ به پاتې شي».

رشید وايي، دا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دنده ده چې د ټاکنيزو کمپاینونو پرمهال عدالت او توازن په پام کې ونیسي او هغوی چې له قانون نه سرغړونه کوي ورسره جدي چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د میزان په شپږمه د ولسي جرګې د کمپاین په لومړۍ ورځ له کابل څخه ولسي جرګې ته۵۲ کاندیدان جریمه کړل.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې مشر رفیع رفیق صدیقي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې ياد کاندیدان له دېرش زرو افغانیو، تر سل زرو افغانیو پورې جریمه شوي دي.

نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې د دوی له غوښتنې سره سره یې ځینې کاندیدان د کمپاین له وخت مخکې ور غوښتي او سرغړونه یې کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ټاکنيزو کمپاینونو په جریان کې د هر کاندید لپاره د لګښت اندازه، له اته لکو افغانیو نیولې تر دوه میلیونو او شپږ لکو افغانيو پورې ټاکل شوې ده.

د کاندیدانو له خوا یو بل ته د مزاحمتونو مخنیوی، د دولتي امکاناتو له کارولو او له سیمه ییزو، ژبنیو، مذهبي او قومي تعصبونو ډډه کول، د عامه نظم نه ګډوډول او د مالي لګښتونو رعایتول، په دې برخه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د لایحې عمده موارد دي.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، که د ولسي جرګې نوماندان له يادو مورادو سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي: «نن يو ځل بیا دوی ته دا اعلان کوو چې سرغړونې مجازات لري، په ورته وخت کې موږ د لګښتونو د معلومولو او کنټرول لپاره لس کسه متخصصین هم ګومارلي دي نو هر څوک چې د قانون نه سرغړونه کوي ښکاره ده چې له قانون سره سم به مجازات کېږي».

دغه لس تنه متخصیصن د ټاکنو کمېسیون د رسنیو له کمېټې، چې دنده یې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال د رسنیو څارنه ده، جلا کار کوي.

که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فیفا د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون کړنې کمزورې بولي خو د دغه کمېسیون ویاند ډاډ ورکوي چې له ټاکنیزو سرغړوونکو سره به هېڅ ډول مراعت و نه شي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In