د چين د شينجيانګ ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه چې د اروموچي، کشغر او قورغاس په درېيو زونونو ويشل شوې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د ازادې سوداګرۍ لومړۍ ازمويښتي سيمه ده.
د دغې سیمې پر جوړېدو دوه کاله اوښتي او تراوسه يې یادو درېیو زونونو چې مساحت يې د شينجيانګ په سلو کې له ۰.۰۱ هم کمه برخه نيسي، د شينجيانګ بهرنۍ سوداګرۍ ته څه باندې ۴۰ سلنه خدمتونه کړي دي.
د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه د چين د شينجيانګ د لوړې کچې ورخلاصون مخکښه او د اصلاحاتو او نوښتونو نمونه ګرځېدلې او د سیمې د اقتصاد او ټولنې باکيفيته پرمختګ ته يې محرکه قوه برابره کړې ده.
د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمې کې زياتې اسانتياوې برابرې شوي او د مختلفو ځايونو د لوژيستيکي زېربناوو ابادي يې چټکه شوې ده.
د اروموچي ګمرکاتو مرستيال لي کای يي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ګمرکاتو يې د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې له جوړېدو ګټې پورته کړي، د پټليو د څارنې په اصلاحاتو يې لاس پورې کړی، د مسافرو او توکو د تېرېدو وخت يې کم کړی، د هوايي بندرونو د پرمختګ ملاتړ يې کړی او لوېديځ ته د شينجيانګ د نړيوال لوژيستيکي زېربناوو اغېزمنتوب يې پياوړی کړی دی.

د اروموچي ګمرکاتو تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې د شينجيانګ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت ۳۹۳.۱۴ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲.۱ سلنه زياتوالی او د پرمختګ ښه تمايل ښيي.
د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې په جوړېدو سره په شينجيانګ کې د پرانيستي صنعتي سيسټم جوړونه هم چټکه شوې ده.
د چين د جنوب هوايي شرکت د شينجيانګ اډې مېنيجر شو وی وی رسنيو ته ويلي، د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي سيمې کې د سيسټم نوښت د ستونزو د حل ”طلايي کيلي“ برابره کړې ده. د ده په خبره، پخوا دغه شرکت د بهرنيو الوتکو د ترميمولو په وخت کې د اړوندو پرزو د لوړو ګمرکي تعرفو او له ګمرکاتو څخه د تېرېدو وخت د زياتوالي په څېر له ځينو ستونزو سره مخ و، خو اوس د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې د نوي همکاريز موډل په مټ يادې ستونزې لرې شوې دي.
په اروموچي ښار کې د ” کمربند او لارې“ په نوم د چين او ازبکستان د نويو درملو ائتلافي لابراتور د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې د اغېزمنو تګلارو په مرسته يوه نړيواله څېړنيزه شبکه جوړه کړې ده. د چين د علومو اکاډمۍ د شينجيانګ د فزيکي او کيمياوي ټکنالوژۍ څېړنيز انسټيټوټ څېړونکی هه فې په دې اړه وايي، چې د دغې نوې څېړنيزې شبکې په جوړېدو سره د چين په شينجيانګ کې د کيمياوي درملو صنعتي ځنځير باکيفيته پرمختګ موندلی دی.
د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې له تېرو دوو کلونو راهيسې د قانوني مديريت او نړيوالتوب په لوري په خپل سوداګريز چاپېريال کې پر له پسې ښه والی راوستلی او د يو شمېر سترو او مهمو سوداګريزو خونو، تصدیو او بهرنيو پانګوالو پاملرنه يې ځان را اړولې ده.



































