د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د چرګ هګیو، غوښې او دانې تولید په برخه کې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې ده. دغه وزارت ویلي، هرات د چرګ غوښې او هګیو تولید په برخه کې پر ځانبسیا شوی او هره ورځ په دې ولایت کې ۲.۵ میلیونه د چرګو هګۍ تولیدیږي. ورته مهال، د هرات د کرنې ریاست مسږولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې ۸۰۰ د چرګانو فارمونه شتون لري او په دې فارمونو کې ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.




































