د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي پر خپله اېکسپاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه شرکت په ۵میاشتو کې د څه باندې ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د شاوخوا ۵ زره ميګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوجي برابر کړي او په راتلونکو ۶میاشتو کې به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په دویمه، عزیزي شرکت د افغانستان د حکومت په استازیتوب د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ او له هغه سره سم، د برېښنا د سترې تولیدي پروژې د تطبیق عملي اقدامات هم پیل شوي.




































