پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د صادروونکو، صنعتکارانو او سوداګرو له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو له کبله ورته هره ورځ له څلور میلیونه ډالرو زیات زیان رسېږي. پاکستاني سوداګرو ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله په چټکۍ سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکوي. بل خوا، د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د دواړو هېوادونو بازارونه د یو بل په توکو پورې تړلي دي او پاکستان باید له سوداګرۍ د سیاسي فشار په توګه کار وانهخلي. د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګریزې لارې نږدې دوه میاشتې کېږي چې تړلې دي او په دې موده کې سلګونه کانټېنرونه په بندرونو کې بند پاتې دي.




































