د دوحې فورم په دویمه ناسته کې د سیمهییز پیوستون له لارې افغانستان اقتصاد ته د ودې ورکولو تر عنوان لاندې د افغانستان په اړه خبرې شوې دي. د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان او نړۍوالې ټولنې تر منځ خبرو اترو کې د اسانتیاوو را منځته کوونکي پر رول او د تعامل د دوام پر اړتیا ټینګار کړی. د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، قطر تل د خبرو اترو مرکز پاتې شوی دی، د افغانستان له موضوع سربېره، موږ د منځنګړي په توګه خپل چمتووالی څرګند کړی، څو د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د واټن په کمولو کې مرسته وکړو. نوموړي زیاته کړې، تر اوسه مو درې پړاوه د ځانګړو استازو ناستې ترسره کړي دي او موږ تل د دې تعامل د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ځکه پرته له تعامل هېڅ بله لاره نه شته.




































