نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوامداره ځنډ او خنډ د دواړو هېوادونو پر میلیونونو کروندګرو، سوداګرو او عامو خلکو ژور منفي اغېز کړی دی. په راپور کې راغلي افغان سوداګر د شړلو له وېرې له پاکستاني بانکونو پانګې باسي. راپور زیاتوي چې افغان کروندګرو د خپلو محصولاتو اصلي بازار پاکستان له لاسه ورکړی دی. نیویارک ټایمز وایي چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۳۲.۲۶میلیارده افغانۍ و. پاکستان د خپل ستر نفوس او د سمندر له لارې د افغانستان د وصل نقطې په توګه، د افغانستان اقتصاد ته خورا مهم پاتې شوی دی.




































