د اقتصاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په کندوز کې د خصوصي سکټور لهخوا د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه شوې ده. په خبر پاڼه کې راغلي دغه سړه خونه د زر متریک ټنه زراعتي محصولاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري. د اقتصاد وزارت ویلي، چې دغه سړه خونې یې د یاد ولایت په د امام صاحب ولسوالۍ کې پرانېستلې ده. د کندوز ځایي چارواکو دا اقدام د بزګرانو د ملاتړ په موخه مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې د دې سړې خونې جوړول د اقتصاد په وده، د بزګرانو ملاتړ، د زراعتي محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوی او د دې سکټور د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام دی.



































