د ننګرهار ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د ۶۵۸ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د (اې ایچ ایف) موسسې په مالي ملاتړ د همدې پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې په یادو پروژو کې د څښاک اوبو د ۸ شبکو بیارغول، د ۱۲۰ تشنابونو جوړول، د ۴ روغتیایي مرکزونو ترمیم، په امارتي ښوونځیو کې د ۵ تشنابونو جوړول، د ۱۰۵ بستو د اوبو د تصفیې او زېرمه کولو وسایلو وېش او د ۲۰۳۰ روغتیا ساتنې کېټونو وېش شامل دي.




































