د اقتصادي مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث شوی دی. سرچینې ویلي، چې دغه ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې، د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ او د جوزجان په مرکز کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي. پر یادو طرحو تر مفصل بحث وروسته، ټاکلې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د یادو طرحو هراړخیز تحلیل ترسره او راپور یې په ټاکلې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.




































