په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي، بهرني سرتېري دلته د خپلو هېوادنو د ساتلو لپاره حضور لري. آستین میلر ویلي، که دا پوښتنه مطرح شي، چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې څه کوي؟ نو ښایي ډېر ځوابونه ورته پیدا شي. دده په خبره د لسګونو ځوابونو ترڅنګ باید دغه سرتېري پر دې پوه شي، چې دوی په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د ساتلو لپاره حضور لري. دده په وینا ناټو نه غواړي چې افغانستان د ترهګرو پر امن مرکز بدل شي او په دې توګه د نړۍ په نورو هېوادونو کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه تکرار شي. مېلر همدا راز ویلي، چې د القاعده او داعش په څېر ډلې په افغانستان کې راتلونکې نه لري او د ګډې مبارزې پر مټ به له پښو وغورځول شي. هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی او وایي دوی له افغانستان سره ژمن دي او د افغانانو د امنیت لپاره د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ادامه ورکوي.