د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې سږ کال د پنجشېر د زمردو د پلور ۱۲ داوطلبۍ ترسره شوي چې له مخې یې ۳۶ زره او ۴۰۰ قیراطه زمرد په ۲.۶ میلیونه ډالرو پلورل شوي دي. دغه وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو، په ځانګړي ډول روسي پانګوالو، لېوالتیا تایید کړې او د تېلو او ګازو په برخو کې د مثبتو پایلو هیله یې ښودلې ده. د پنجشېر زمرد ګرانبیه ډبره ده چې تر ډېره د هغو ځایي خلکو له خوا استخراج کېږي چې رسمي جواز یې ترلاسه کړی او بیا د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.



































