د ایران د ریل پټلۍ ادارې اجراییوي رییس جبار علي ذاکري ویلي، چې یوه نوې ستراتیژیکه لاره له چین سره د ایران د نښلولو لپاره په کاري اجنډا کې لري. نوموړي ویلي، چې دا لاره به له هرات ولایت څخه مزار شریف ته وغځیږي او بیا به د واخان دهلېز له لارې له چین سره وصل شي. ایراني چارواکو ویلي، چې د یادې لارې له جوړېدو سره به، د ایران او چین ترمنځ سوداګرۍ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.




































