د بدخشان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په واخان ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه یورو په لګښت د اوبو رسولو یو لوی کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د واخان ولسوال مولوي وجهالدین مظهري د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دغه کانال د اروپایي اتحادیې په مالي ملاتړ او د آغاخان بنسټ له لوري د ۲ کلونو په موده کې جوړ شوی دی. د هغه په خبره، یاد کانال د قاضيده په کلي کې جوړ شوی او د څو کلیو څه باندې ۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه هم خړوبوي.




































