اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات ولایت کې د برېښنا د ۹ مهمو پروژو د پیل او ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، چې برېښنا د هیواد اساسي اړتیا ده. نوموړي زیاته کړې، چې برېښنا د صنعت په وده، اقتصادي پرمختګ او کارموندنې برخه حیاتي اهمیت لري. هغه ویلي، چې د ٣،٩٨ میلیارده افغانیو په ارزښت په هرات کې د برېښنا لویې پروژې روانې دي، چې برېښنا شرکت به یې په شاوخوا ۲ کلونو کې بشپړې کړي. د یاد شرکت د مالوماتو له مخې، د دغو پروژو ۵ بشپړې او ۴ نورې تر ۱۸ میاشتو ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.




































