د چین د شمېرنې ریاست د دسمبر په ۲۶مه نېټه یوه شمېره خپره کړه چې له مخې یې سږ کال چین کې د پنبې تولیدي اندازه ۶ میلیونه، ۶۴۱ زره ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۷۷ زره ټنه زیاته شوې او د ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

سږ کال چین کې د پنبې د کرلو پراخوالی د تېر کال په پرتله ۱۴۰ زره هکتاره زیات شوی دی او په هر واحد پراخوالي کې د پنبې تولیدي اندازه د مسلسلو ۶ کلونو لپاره د زیاتېدو په حال کې ده.




































