اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د اقتصادي مرستیالۍ د رسنیز دفتر د مالوماتو له مخې؛ يادې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته د ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلي دي. د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.




































