د پکتیا ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال او د یوه کاریز د کېندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. سرچینې ویلي، چې یادې ولسوالۍ اړوند کلالګو سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د دې پروژې چارې بشپړې شوې. سرچینې زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د ۵۷۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړول او د یوه کاریز کېندل شامل دي، چې پر مټ به یې د ۱۲۵۰ کورنیو ته ترڅنګ ۳۰۰۰ جریبه کرنېزه ځمکه هم خړوبه شي.




































