د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د «ترند» خبري اژانس د راپور له مخې، دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۱ میلیارد ډالر وه، چې د پام وړ زیاتوالی ښيي. په راپور کې راغلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۸۴.۴ سلنه لوړه شوې، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ښکارندويي کوي.




































